کرکټ؛ بېګ باش کې د ښې لوبې له امله مجیب ځدراڼ ان نړیوالو مبصرینو هم وستایه

comments 0

7 Views

هندوکش ــ کابل: د اسټرالیا د کورني کرکټ لیګ یا بېګ باش کې سیالیو کې د ښې لوبې له کبله افغان لوبغاړی مجیب ځدراڼ په کوردننه او د کرکټ د نړیوالو مبصرینو له خوا ډېر ستایل شوی دی.
مجیب ځډراڼ پرون چهارشنبه (د مرغومي ۱۰مه) د بریزبېن هېټ لوبډلې په ګټه ۴ اوورونو کې ۱۵ منډې ورکړې او ۵ لوبغاړي یې وسوځول.
د افغانستان کرکټ بورډ په خپله رسمي فېسبوک‌پاڼه دا لوبه د مجیب لپاره یوه ویاړلې کارنامه بللې.
په ټولنیزو رسنیو کې مجیب ځدراڼ د افغانستان ویاړ بلل شوی دی.
د کرکټ نړیوالو مبصرینو هم د افغان لوبغاړي مجیب ځډراڼ راتلوونکی روښانه بللی او افغانستان یې د کرکټ د استعدادونو کور بللی.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments