کرکت بورد پاکستان سره لوبیدلو هوکړه لغوه کړه

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل : افغان کرکیت بورد د تیرې ورځې پیښې له امله پاکستان سره د دوستانه سیالیو هوکړه لغوه کړه.
کرکیت بورد نه په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې د کابل د ننۍ پیښې په اړه د امنیتې ادارو د موندنو له راپور سره سم کرکت بورد تصمیم نیولې چې پاکستان سره هر ډول دوه اړخیزې اړیکې لغوه کړي.
اعلامیه کې پاکستان ترور پالنې ځاې بلل شوې او ویل شوي دي له داسې هیواد سره چې هلته ترور پالنه کیږي او د تروریستانو ځالې په کې فعالیت کوي هیڅ ډول اړیکې او دوه ارخیزې هوکړې د تطبیق وړ دوام نه دي.
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان او پاکستان کرکت بوردونو وروستیو کې د دوه ارخیزو همکاریو هوکره کرې وه او د کرکت د پرمختک په موخه د دوه دوستانه سیالیو پلان هم نیول شوې وه.
خو د کرکت عمومي ریس په یوه خبري غونډه کې ویلې ول چې د ورزش په برخه کې دروازې هر هیواد پر مخ پرانیستې دي.
سپوژمې پوپل زی

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply