کرونا تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۳۴ کسان مړه کړي

comments 0

22 Views

د افغانستان روغتیا وزارت وايي، په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په یاد هیواد کې د کرونا ویروس ۳۵۱ مثبتې پېښې ثبت شوي او ۳۴ تنه نور مړه شوي دي.
روغتیا وزارت نن ویلي چې د تېرې ورځې راپدېخوا د کرونا ویروس د ۷۰۱ مشکوکو سمپلونو معاینات شوي چې۳۵۱ یې مثب او پاتې منفي ثابت شوي.
د یاد وزارت د رسمي معلوماتو په اساس په دې سره په افغانستان کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۳۰۹۶۷ تنو ته لوړ شو.
له یادو پېښو څخه۲۲۰ په کابل، ۲۴ هرات، ۱ کندهار، ۵ ننګرهار، ۱۲تخار،۱۱بغلان،۷ لوګر،۱۱ بادغیس،کندز۱۷، ۲ پروان،۳ میدان وردګ،۱۵بدخشان،۱۰دایکندي، ۷ کاپیسا،۱ پنجشنیر او ۵ په زابل ولایت کې ثبت شوي دي.
د افغانستان روغتیا وزارت ویلي چې په تیره یوه شپه او ورځ کې اوو ولایتونو کابل، کندهار، تخار، لوګر،بادغیس، میدان وردګ او کاپیسا کې د کرونا ویروس له امله ۳۴ تنه مړه شوي دي.
په دې سره په افغانستان کې د کرونا ویروس له امله د ټولو مړوو شوو کسانو شمېر۷۳۷ تنو ته لوړ شو.
همدارنګه ۲۰۰۴ تنه نور بیرته روغ شوي چې دې سره هم د ټولو بیرته جوړ شوو کسانو شمېر ۱۲۵۸۸ تنو ته ورسېد.

Share this page to Telegram

Comments