کرزی: ډیورنډ کرښه د منلو وړ نه ده

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: مخکېني ولسمشر حامد کرزي د امریکا هغه اقدام غندلی او اندېښنه یې ښودلې چې امریکا به له پاکستان سره پر ډیورنډ کرښه د کټارو لګولو لپاره مالي مرسته وکړي.
حامد کرزي پر ټویټر لیکلي چې د امریکا دغه اقدام د افغانستان ملي حاکمیت او د افغانانو له حقونو سرغړونه ده.
حامد کرزي لیکلي، د امریکا دغه اقدام د پاکستان له هغې پالیسۍ سره مرسته کوي چې د ډیورنډ کرښې دواړو خواوو ته افغانان وېشي.
حامد کرزي خبرداری ورکړ چې ډیورنډ کرښه بریټانیوي استعمارګرو په زور تحمیل کړې او افغانان به یې هېڅکله و نه مني
تر اوسه امریکايي چارواکو ددغه خبر پخلی نه دی او نه هم په دې اړه نړیوالو رسنیو کوم راپور خپور کړی.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments