کرزی د روسیې ملګرتیا غواړي

comments 0

58 Views

هندوکش – روسیه: مخکیني ولسمشر حامدکرزي د روسيې یو ټلویزیون سره په مرکه کې ویلي چې امریکا او برېټانیا افغانستان کې ترهګري خپروي.
مخکېني ولسمشر حامد کرزي دې مطلب ته په اشارې امریکا تورنه کړې، چې له تېرو ۱۷ کلونو راهیسې افغانان وژني او د سولې لپاره هیڅ اراده نه لري.
کرزي ویلي روسیه د امریکا په نسبت د افغانستان لپاره غوره ده او روسیه کولای شي پاکستان له افغانستان سره همکاریو ته وهڅوي.
کرزي د روسيې له مایکه په افغانستان کې د امریکا له پوځي حضور سره مخالفت ښودلی او په افغانستان کې یې د روسيې رول حیاتي یاد کړی دی.
محمد امان دوران

Share this page to Telegram

Comments