کرزی: افغانان خپلواک هېواد غواړي

comments 0

0 Views

هندوکش – مسکو: مخکیني ولسمشر حامد کرزي د مسکو ناسته کې ویلي، چې افغانان خپلواک او د بهرنیانو له حضور او مداخلې پرته افغانستان غواړي.
حامد کرزي په مسکو کې د افغان سولې په تړاو ناستې ته په وینا کې ویلي، دوی یو خپلواک او د بهرنیو له حضور او مداخلې پرته افغانستان غواړي، داسې افغانستان چې د کرزي په خبره له نړۍ او ګاونډیانو سره هم ښې اړیکې ولري.
کرزي په دې ناسته کې یو ځل بیا طالبانو ته د ورونو خطاب کړی او هیله یې څرګنده کړې چې د مسکو غونډه سولې ته د رسېدو لپاره مرسته وکړي.
هغه له امریکایانو سره د طالبانو د روانو خبرو هرکلی هم کړی.
په همدې غونډه کې عطاء محمد نور ویلي، که سوله د موقت حکومت پر جوړېدو راځي باید ورته لبیک وویل شي، څو طالبان هم په واک کې شریک او خپله ونډه واخلي.
محمد امان دوران

Share this page to Telegram

Comments