کرزي د څلوراړخیزی مشورتي غونډې هرکلی کړی

comments 0

2136 Views

هندوکش ـ کابل: پخواني ولسمشر حامد کرزي په مسکو کې د افغان سولې پروسې په اړه د روسیې فدراسیون، متحده ایالاتو، د چین د خلکو جمهوریت او پاکستان تر منځ د څلور اړخیزې مشورتي غونډې هرکلی کړی دی. حامد کرزي د افغانستان د سولې له پروسې څخه د هیوادونو ملاتړ، په هیواد کې د تاوتریخوالي او وینو تویدلو د مخنيوي په هکله د دوی د ټینګار او همدا راز په بیجینګ کې د بین الافغانی غونډې لپاره د دوی د ملاتړ ستاینه کړې ده.
پخواني ولسمشر حامد کرزي پخوا هم د ټولو هغو هېوادونو د هڅو هر کلی کړی چې د افغان سولې لپاره هڅې کوي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments