کردانو د پارلماني ټاکنو لپاره رای ورکړه

comments 0

9 Views

هندوکش ـ عراق: د عراق په کردي سیمو کې د تیر کال له ناکامو ټاکنو وروسته پرون بیا رای اچونې وکړې.
د کردستان هیواد پال ګوند له تیرو درې لسیزو راهیسې د پارلمان ډیرې څوکۍ لري او اوس یې هم بریالۍ مبارزه پیل کړې ده.
د کرد ډیموکراټ او هیواد پاله ګوند تر دې دمه د دغو ټاکنو مخکښ ګوندونه دي.
کردان وروسته له هغې پارلماني ټاکنې کوي چې تیر کال له عراق څخه کردانو د جلا کیدو ریفرینډم بریالی شو خو پلي کیدو ته پرینښودل شو.
د عراق د کردانو مشر مسعود البرزاني د ریفرنډم له ناکامیدو وروسته له خپلې دندې استعفا ورکړه.
په دغو ټاکنو کې د کردستان نږدې ۴ میلیونه وګړو ځان راجستر کړی دی.
په پام کې ده چې د دغو پارلماني ټاکنو پایلې په راتلونکو ۷۲ ساعتونو کې اعلان شي.
توریالی سحر

Share this page to Telegram

Comments