کراچۍ کې د پاکستاني ریاست ضد غونډه کیږي

comments 0

34 Views

هندوکش – پاکستان: د پښتون ژغورنې غورځنګ یو ځل بیا په کراچۍ ښار کې ستره غونډه جوړوي.
په پام کې ده چې د منظور پښتین په مشرۍ د کراچۍ په ټانک سیمه کې د روانې جنوري میاشتې په ۱۳مه نیټه غونډه ترسره شي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ غړو او مشرانو د دې لاریون او غونډې لپاره په ټوله خیبر پښتونخوا کې کمپاينونه پیل کړي او خلک غونډه کې د ګډون لپاره راغواړي.
دا غونډه د نقیب محسود د لومړي تلین او د ټولو لادرکه شویو او وژل شویو پښتونو د حق غوښتنې لپاره جوړیږي.
منظور پښتین په خپله وروستۍ وینا کې ویلي؛ په دې ناسته کې به د راو انور په ګډون د پښتنو د ټولو قاتلانو د محاکمې غوښتنه وکړي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ په پلوۍ له کابل وروسته د نړۍ په بیلابیلو برخو کې د ملاتړ لاریونونه وشول.
فروزان سیرت

Share this page to Telegram

Comments