کرام الدین کرام د فوټبال فدراسیون مشر ممنون الخروج اعلان شو

comments 0

399 Views

هندوکش – کابل: لویې څارنوالۍ د فوټبال فدراسیون رییس او د دې ادارې څلور نور غړي د نجونو د جنسي ځورونې د قضیې په تړاو ممنوع الخروج اعلان کړي دي.
دا په داسې حال کې ده چې شاوخوا یوه میاشت مخکې ګارډین ورځپاڼې په یو راپور کې د افغانستان د فوټبال فدراسیون مسوولین د ښځو فوټبال ملي ټیم له غړو پر جنسي استفادې تورن کړل او له دغه تورونو د فوټبال نړیوال فدراسیون (فیفا) په دې اړه د څېړنو له ترسره کولو خبر ورکړ.
وروسته له دې د لویې څارنوالٌۍ د فدراسیون د رییس کرام الدین کرام، مرستیال، سکتر جنرال، د امنیت د مسوول او د فوټبال فدراسیون د ولایتونو د مسوول دندې وځنډولې د لویې څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي وايي، چې د فوټبال فدراسیون رییس، سکتر جنرال، د امنیت مسوول، د فوټبال فدراسیون د ولایتونو مسوول او د دغه فدراسیون یو بل کس د فوټبال د نجونو لوبغاړو د جنسي ځورونې د ادعا په تړاو تازه د لویې څارنوالۍ له خوا ممنوع الخروج شوي دي. د ده په وينا، په ممنوع الخروج کسانو کې د فدراسيون مرستيال يوسف کارګر نه دى شامل.
هغه څرګنده کړه چې تر اوسه د فدارسیون د غړو او فوټبالرانو له ډلې له ۲۵ کسانو څېړنې شوې او په دې برخه کې نور څېړنې په جدیت دوام لري.
آرش احساس

Share this page to Telegram

Comments