کجکي کې ښوونځی جوړیږي

comments 0

0 Views

هندوکش – هلمند: له اتلس کلونو وروسته د هلمند په کجکې ولسوالۍ کې د یو ښوونځي د ودانۍ د جوړیدو چاري پیل شوې.
هلمند والي محمد یاسین وايي، ددغه ښوونځي د ودانۍ چارې به یویشت میاشتو کې بشپړې شي.
د کجکي په دغه مرکزي ښوونځي چې لیلیه به هم ولري شاوخوا شل ملیونه افغانۍ لګښت راځي چې د ښار جوړونې وزارت له لوري به ور کړل شي.
هلمند کې د پوهنې ریاست چارواکي وايي، کجکي ولسوالۍ کې د ښوونځيو سربیره د پوهنې مدیریت هم ودانۍ نه لري
حکومت په پام کې لري چې راتلونکو دوه کلونو کې ۶زره ښوونځیو ته ودانۍ جوړې کړي.
ننګیالۍ کوهنورد

Share this page to Telegram

Comments