کاپیسا: ۱۲ طالبان وژل شوي

comments 0

0 Views

هندوکش – کاپیسا: د کاپیسا په تګاب کې اووه لس طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
له ۲۰۱ سیلاب قول اردو څخه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، طالبانو وړمه ورځ د کاپیسا تګاب ولسوالۍ د ناوې، جنګلي او قطاران په سیمو کې د پاڅون کوونکو پر پوستو ډله ئیز بریدونه وکړل، چې د پاڅون کوونکو له مقاومت سره مخ شول.
خبرپاڼه وایي، ورپسې سیمې ته د پاڅون کوونکو په ملاتړ د ۲۰۱ سیلاب قول اردو دریمې پلې لوا د شپږم کنډک منسوبین ورغلي او له طالبانو سره یې جګړه کړې ده.
۲۰۱ قول اردو وایي، په جګړه کې ۱۲ طالبان وژل شوي او ۵ نور ټپیان دي.
خبرپاڼه زیاتوي په نښته کې افغان ځواکونو او ملکي وګړو ته کوم زیان نه دی اوښتی.
عبید رادپور

Share this page to Telegram

Comments