کاپیسا کې طالبانو څلور ښځې او دوه ماشومان وژلي

comments 0

2410 Views

هندوکش – کاپیسا: د کاپیسا ولایت د امنیه قوماندانۍ ویاند عبدالشایق شورش وایې چې د نجراب ولسوالۍ په باعث خېلو کې د طالبانو لخوا په کرنیزه ځمکه کې ځای پر ځای شوي ماین د یوې کورنۍ شپږ غړي وژلي چې څلور یې ښځې او دوه یې ماشومان دي.
اخو بیا د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې ماین د طالبانو لخوا ځای پر ځای شوی و، چې پر ملکي وګړو یې چاودنه کړې.
رحیمي زیاته کړې چې دغه چاودنې شپږ کسان وژلي او دوه نور یې ټپیان کړیدي.
نجیبه سروري

Share this page to Telegram

Comments