کابل: ۱۰۰۰ کیلو چاودیدونکي توکي نیول شوي

comments 0

2863 Views

هندوکش – کابل: کورنیو چارو وزارت وایي، د کابل ښار نهمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې یې ۱۰۰۰ کیلو ګرامه چاودیدونکي نیولي دي.
له وزارت خپره شوې خبرپاڼه لیکي چې دا چاودیدونکي توکي یې د کشفي راپور په اساس، په یوه سرای کې نیولي دي.
دا توکي په ۱۱۳۷ پلاستیکونو کې ځای په ځای شوي و چې د پراخې ویجاړۍ ظرفیت یې درلوده.
د دې چاودیدونکو توکو په تړاو څو کسان هم نیول شوي چې څېړنې ترې روانې دي.
کورنیو چارو وزارت مالومات ښيي چې د دې توکو په کشف سره یې د ډيرو بریدونو مخه نیولې چې د زیاتو عامو وګړو د مرګ ژوبلې امکان پکې و.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments