کابل کې یو بل لوی مجرم نیول شوی

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: د کابل پولیسو، په ښار کې د یوې جرمي شبکې ډلمشر له پېژندنې وروسته نیولی.
کورنیو چارو وزارت وایي، دا کس عابد نومېږي، چې په “بیني” مشهور و او د یوې جرمي شبکې ډلمشري یې کوله.
عابد د کابل ښار په بېلا بېلو جرمي قضیو وسله والو غلاوو، لارنیونو او شکونو کې لاس درلود.
د غلو او سازمان شویو جرمونو تورنو کسانو د نیول کیدو اقدامات د خلکو له پراخ هر کلي سره مخ دي.
تر دې وړاندې د حمید خراساني په نوم یو تورن کس پولیسو نیولی و.
کورنیو چارو وزارت مالومات ښيي چې تېرو څلور میاشتو کې ۴۰ لوی غله او قاتلین نیولي دي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments