کابل کې ځانمرګی برید شوی

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: کابل کې د پلچرخي زندان مخې ته ځانمرګی برید کې اوه تنه شهیدان شوي او څوارلس نور ټپیان دي.
په شهیدانو کې درې نظامیان او څلور ملکیان دي.
پلي ځانمرګي بریدګر د پلچرخي زندان د کار کوونکو موټر په نښه کړی دی.
په شهیدانو کې د زندان کارکوونکي او ملکي وګړي شامل دي.
د څوارلس ټپیانو په ډله کې دوه هم ماشومان دي.
تر اوسه د برید مسولیت کومې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments