کابل کې ځانمرګی برید شوی

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: کابل کې د ټاکنو خپلواک کمیسون ته څیرمه ځانمرګي برید اوه کسان ټپیان کړي دي.
د کابل امنیه قوماندانۍ مطبوعاتي مسولینو ویلي، ځانمرګی برید د کمېسیون کارکوونکو یو موټر سره په شاوخوا پنځلس مترۍ کې شوی چې د کمېسیون څلور کار کوونکي او دوه پولیس یې ټپيان کړي دي.
د ټاکنو کمېسیون دفتر ته نږدې سیمو کې امنیتي تدابیر کلک نیول شوي، نو له همدې کبله ځانمرګی هدف ته نه دی رسیدلی.
له برید وروسته سیمه کلابنده شوې وه او ټپیان روغتون ته انتقال شوي چې وضعیت یې ښه ښودل شوی دی.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments