کابل کې په ۵۰ جریبه ځمکه د کرکټ نړيوال لوبغالی جوړیږي

comments 0

13 Views

هندوکش ـ کابل: کابل ښاروالي وايي، پرېکړه يې کړې چې لوبو او کرکټ ته د ځوانانو هڅولو په هدف په کابل کې د کرکټ لوی نړيوال لوبغالی جوړ کړي.
دې ښاروالۍ نن په خپله يوه خپره کړې خبرپاڼه کې ويلي، د ياد لوبغالي جوړېدولو په موخه یې د کابل ښار له څو سیمو لیدنه کړې او په خبره يې تر ارزونو وروسته به په يوه مشخصه سيمه کې په ۵۰ جرېبه ځمکه دغه لوبغالی جوړ کړي.
خبرپاڼه کې د کابل ښاروال محمد داوود سلطانزوی په حواله زياته شوې، هڅه کوي چې د کرکټ نړیوال معیاری لوبغالي جوړولو تر څنګ تفریحي پارکونو، ټولګټو پروژو او فرهنګي مرکزونو جوړولو ته هم پام وکړي.
د خبرپاڼې ته له مخې، په کابل ښار کې د کرکټ نړیوال لوبغالي جوړولو طرحه د افغانستان کرکټ بورډ او نورو اړوندو ادارو متخصیصینو له لوري چمتو شوې ده.
د افغانستان کرکټ بورډ چارواکو چې د يادو سيمو په سروې کې يې له ښاروالۍ سره همکاري کړې، دا پرېکړه د کرکټ د ودې په برخه کې اغيزناک ګام بللی دی.
دغه لوبغالی به په يوه وخت کې د ۲۵زره ننداره‌ چيانو د ځايولو وړتيا ولري.
عبید رادپور

Share this page to Telegram

Comments