کابل کې پنځه تنه له وسله والو طالبانو سره د همکارۍ په تړاو نیول شوي

comments 0

17 Views

هندوکش ــ کابل: د افغانستان د کورنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې تېره شپه د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو له ملي امنیت ځواکونو سره یو ځای د کابل ښار د پنځمې حوزې په اړوند سیمو کې یو لړ عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې يې پنځه تنه د وسله والو طالبانو د جنګي تسلېحاتو او نظامي تجهیزاتو د ساتنې په تړاو نیولي دي.
د یادونې ده چې یاد نظامي تجهیزات په عملیاتو کې د شاملو ځواکونو لخوا ضبط شوي دي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments