کابل کې پنځه تنه د جنايي جرمونو په تړاو ونیول شول

comments 0

948 Views

هندوکش ــ کابل: پولیسو د کابل ښار د څلورمې ناحیې په اړوند سیمو کې یو لړ عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې يې پنځه تنه د جنايي جرمونو په تړاو نیولي دي.
یاد کسان د بېلابېلو جنايي جرمونو لکه: چپاولګرۍ، غلا او ژوبلې په تړاو نیول شوي دي.
د یادونې وړ ده چې له دې کسانو څخه یو شمېر غلا شوي مالونه هم د ملي پولیسو لاسته ورغلي دي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments