کابل کې پنځه تنه د جنايي جرمونو په تړاو ونیول شول

comments 0

1 Views

هندوکش ـــ کابل: د تېرو ۲۴ ساعتونو په لړ کې پولیسو د کابل ښار په بېلابېلو سیمو کې د څو بېلو عملیاتو په ترڅ کې پنځه تنه د ژوبلې، د عامه او نظم اخلال او د غیرقانوني وسلو د لېږد په تړاو نیولي دي.
یاد کسان د کابل ښار د درېیمې، اولسمې او اتلسمې ناحیو او بګرامي ولسوالۍ له اړوند سیمو تر پېژندنې وروسته نیول شوي دي.
د یادونې وړ ده چې له دې کسانو څخه دوه میله کلاشینکوفونه هم د پولیسو لاسته ورغلي دي.
عبید رادپور

Share this page to Telegram

Comments