کابل کې پر ملکي وګړو برید شوی

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: د کابل پوهنتون ته څېرمه ځانمرګي برید مرګ ژوبله اړولې ده.
د کورنیو چارو وزارت وایي،، برید کې ۲۶ کسان شهیدان شوي او ۱۸ نور ټپیان دي.
برید د پلي ځانمرګي له لورې شاوخوا دولس بجې وشو.
بریدګر غوښتل چې د سخي زیارت سیمه کې پر راټولو خلکو چاودنه وکړي خو موخې ته نه دی رسیدلی.
د برید ټول قربانیان ملکي وګړي دي چې د کارته سخي زیارت میلې ته تلل او یا د نورو کارونو لپاره پرلاره و.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments