کابل کې پر جنایي مجرمینو ساحه تنګه شوې / بریالې ویاړ

comments 0

0 Views

د افغانستان پلازمېنه کابل چې اوس پکې تر بل هر وخت د جنایي جرمونو ګراف لوړ تللی، پولیسو په نوي تکتیک سره دا ګراف راټیټ کړی او نه پریږدي چې جنایي مجرمین او جرمې بانډونه په ارامه کابل کې ژوند وکړي.
تراوسه د دې ډلو پرضد جدی اقدامات نه و شوي، خو وروسته له هغې چې د کابل د خلکو غږ په رسنیو کې پورته شو چې جنایي جرمونه زیات شوی، کورنیو چارو وزارت په نوي اقدام کې د جرمي شبکو پرضد اقدام وکړ او په دې لړ کې یې زیات شمېر بانډونو مشران یا ووژل او یا یې نیولي دي.
کورنیو چارو وزارت ځانګړې قطعه د شپې له خوا هدفي ځایونو باندې عملیات کوي او هغه سیمې چې تورن کسان پکې اوسیږي، د عملیاتو پرمهال یې نیسي چې په دې لړ کې سلګونه مشکوک کسان نیول شوي او عدلي او قضایي ارګانونو ته معرفي شوي دي.
کابل کې د جنایي جرمونو ګراف ځکه لوړ ښکاري چې دا ښار کوچنی او نفوس یې زیات دی چې د مجرم پيژند او نیول پکې د پولیسو له لوري ستونزمن شوي دي.
که خلک په دې برخه کې له پولیسو سره همکاري وکړي، لیرې نه ده چې د جنایي جرمونو ګراف راټیټ او لوی او کوچني ډلې یا زندان ته لاړې شي، یا وتښتي او یا ووژل شي.
پخوا مجرمین او وسله وال غله ځکه زړه ور و چې د دې ډلو پرضد جدي اقدام نه کیده، په دې کې شک نشته چې د دې مجرمینو ترشا د ځینو کړیو لاس شته چې یا په واک کې او یا سیاسي او ولسي نفوذ لري، خو اوس چې کورنیو چارو وزارت په دې برخه کې جدي شوی ورسره یو ځای مجرمین وارخطا شوي او کابل يې شپې نارامه شوی دي.
پولیس ژمن دي چې د جنایي مجرمینو نیول کیدو په تړاو به عملیات چټک کوي او کابل ښاریانو لپاره مصوون او ډاډمنه فضا رامنځ ته کوي.
جنایي مجرمینو تر شا د بهرنیو استخباراتو لاس هم کیدلی شي چې په پيسو باندې هدفي وژنې کوي او تر څنګ یې نورې ګډوډۍ رامنځ ته کوي.
کورنیو چارو وزارت د کابل له پولیسو سره یو ځای توانیدلی چې تېره یوه میاشت کې له پنځه سوه زیات جنایي مجرمین ونیسي او عدلي او قضایي ارګانونو ته یې وسپاري.
د جرمونو د ګراف راټيټیدو برخه کې د خلکو همکاري له پولیسو سره اړینه ده او د خلکو همکاري کولی شي، پولیس په اسانۍ سره هدف ته ورسوي.
تاسو په خپلو ځواکونو باور ولرئ، همدا ځواکونه به د خاورې د ساتنې تر څنګ ستاسو مال او ناموس هم وساتي او دا یې ایماني او وجداني دنده ده.

Share this page to Telegram

Comments