کابل کې ولسي جرګې مخته سلګونو کسانو لاریون کړې

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: د ولسي جرګې وروستي پریکړي پر ضد نن چهار شنبه سلګونو خلکو دارالامان سرک کې ولسي جرګې تعمیر پر وړاندې لاریون کړې او پریکړي پر ضد شعارونه ورکوي.
لاریونوال خپلو شعارونه کې د پارلمان وروستې پریکړي په اړه چې د نفوسو احوالو د ثبت قانون کې تغیرات راوړل دي غندي او وايي چې، ولسي جرگې د سلیقې له مخې د ولسمشر غني هغه فرمان رد کړ، چې له مخې يې د برېښنايي پېژندپاڼو ویش ته لار اواریده او د افغان او اسلام کلمې په پېژندپاڼو کې لیکل کېدې.
ویل کیږي دغه لاریون کوونکې چې شعارونو کې یې د افغانیت او اسلامیت غوښتن کوله ه له بیلابیلو ولایتنو پلازمینه کابل ته راغلي وو.
د یادونې وړ ده چې یوه اوونۍ وړاندې ولسي جرگې د نفوسو احوالو د ثبت قانون د تعدیل په اړه د ولسمشر غني فرمان د رایو په اکثریت رد کړ چې پکې راغلي وو« په نویو ویشل کېدونکو بریښنايي پېژندپاڼو کې د ملت لپاره افغان او د دین لپاره اسلام لیکل کیږي».
دا په داسي حال کي ده چې تردې مخکې هم ورته لاریونونه ځینو ګوندونو لخوا کابل کې په لاره اچول شوي چې له مخه یې د الکترونیکي تذکرو د ویش مهال کې ځند رامنځته شوې دې.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *