کابل کې وسلوالو طالبانو دوه دولتي کارکوونکي په ډزو ووژل

comments 0

37 Views

هندوکش ـ کابل: کورنیو چارو وزارت وايي، چې نن سهار دوه دولتي کارکوونکي د وسلوالو طالبانو په ډزو کې وژل شوي.
وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي، چې دا پېښه د کابل د ۱۶مې حوزې اړوند په بګرامیو ولسوالۍ کې شوې ده.
په ورته وخت کې نن سهار په کابل کې د افغانستان اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون په غړي او ویاند حمد‌الله ارباب هم ماین چاودنه شوې چې موټر چلوونکی يې ټپي، خو خپله ارباب ترې روغ وتلی دی.
دا ماین چاودنه د کابل ښار ۱۶مې حوزې اړوند هېوادوال بلاکونو ته څېرمه شوې ده.
د کابل امنیه قوماندانۍ دا پېښه تأییدوي او وايي، چې په دې ماین چاودنه کې دوه ملکیان ټپيان شوي دي.
د پېښې عیني شاهدان وايي، چې وسلوالو طالبانو د پخوا په پرتله بریدونه ډېر کړي لدې داسې څرګندیږي چې طالبان سولې ته ژمن ندي او پرادیو په لاس خپل وطن او بې ګناء افغانان شهیدانوي دوی له وسلوالو طالبانو غوښتي چې سولې ته ژمن پاتې شئ نور د بدبختیو څخه لاس واخلئ.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments