کابل کې له نامسووله کسانو وسلې ټولیږي

comments 0

15 Views

هندوکش – کابل: د کابل پولیس وایي، له خلکو یې د وسلو ټولول پیل کړي دي.
د کابل پولیسو ویلي، ښار کې له خلکو سره له اتیا زره میله ډېرې سپکې او نیمه درنې وسلې شته چې د پلازمېنې پر امنیت یې بده اغېزه کړې.
د کابل امنیې قومندانۍ ویلي، په تېر کې بیلا بیلو ادارو هم ځینې دا وسلې وېشلې او دوی یې په اړه مالومات لري.
شکایتونه دا دي چې د کابل سړکونو کې له سهار تر ماښام له وسلوالو ډک موټر تګ راتګ کوي چې ځینې دا وسلوال ان پوځي یونیفورم هم لري.
خو اوس پولیس وایي، دا بې قانونه وسلې ټولوي چې په بیلا بیلو پلمو یې خلک ګرځوي.
د چاودنو نا امنيو سربېره جرمي ډلې او کوڅه ډب غله چې د ښار په ګوټ ګوټ کې د نورو جیبونو ته کمین نیولي ناست دي، د خلکو ژوند یې تریخ کړی او په کار دی چې یو منظم نظام او وضعیت رامنځته شي.
عبید رادپور

Share this page to Telegram

Comments