کابل کې شپږ تنه د غلا او چپاولګرۍ په تړاو ونیول شول

comments 0

20 Views

هندوکش ــ کابل: د کابل ښار د ۱۵مې امنیتي حوزې منسوبینو شپږ تنه د غلا او چپاولګرۍ قضیو په تړاو نیولي دي.
یاد کسان تېره ورځ د کابل ښار د ۱۵مې امنیتي حوزې په اړوند سیمو کې د پولیسو د یو لړ عملیاتو په پایله کې نیول شوي دي.
پدې وروستیو کې په کابل او نورو ولایتونو کې پولیسو عملیات پراخ کړي چې په ترڅ کې یې ډېری شمېر په جنايي پېښو کاکړ کسان نیول شوي دي.
عبید رادپور

Share this page to Telegram

Comments