کابل کې د یو روغتون پرانیسته

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: د روغتیا وزارت له خوا پلازمینه کابل کې د سوځېدنې او پلاستیکي جراحۍ لومړنې روغتون پرانیستل شو.
دا روغتون به د کابل او نورو ولایتونو اوسېدونکو لپاره د معیاري خدمتونو په وړاندې کولو سره د درملنې چارې اسانه کړي.
د روغتیا وزارت د مالوماتو له مخې، افغانستان کې د سوځېدنې له امله په کال کې شاوخوا دېرش زره ناروغان مړه کیږي.
د عامې روغتیا وزیر فیروزالدین فېروز وایې،د سوځېدلو له امله د مړه کیدونکو ناروغانو کچه له دېرش سلنه څخه پنځلس سلنو ته راټیټه شوې او د دې روغتون په جوړېدو به یې کچه نوره هم راټیټه شي.
د عامې روغتیا وزارت ډاډ ښودلی چې د روغتیایې خدمتونو د وړاندې کولو برخه کې به خپلو فعالیتونو ته دوام ورکوي او د مجهزو روغتونونو په جوړولو به د درملنې چارې اسانه کړي
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments