کابل کې د وسله والو طالبانو برید کې اوه ملیکان وژل شوي؛ برید ته د افغانانو غبرګون

comments 0

34 Views

هندوکش ــ کابل: نن سهار کابل ښار کې موټر بمب چاودنې ۷ تنه ووژل او ۱۴ نور یې ټپیان کړل.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي وايي چې د پېښې ټول قربانیان ملکي وګړي دي، چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي.
د دغه پېښې انځورونو په ټولنیزو رسنیو کې غوغا جوړه کړې ده، د ټولنیزو رسنیو ګڼو کاروونکو په سختو الفاظو غندلې او دا کار یې د وسله والو طالبانو بللی دی.
د امیرالله ثاقب په نوم د فېسبوک یو کاروونکي لیکلي: (د کابل نننۍ پېښه زړه بوږنوونکې ده، دوه په کې د ښوونځي تنکي ماشومان شهیدان شوي، عکسونه یې زړونه رېبي.)
دوست محمد افتاب لیکلي په نننۍ پېښې سره وسله والو طالبانو یو ځل بیا هم ثابته کړه، چې دوی د افغانانو دښمانان دي. ( وسله وال طالبان سولې ته ژمن نه دي، او نه هم پدغه برخه کې خپلواک دي، دوی هر څه د پاکستان په خوښه کوي، نن یې بیا هم ثابته کړه چې سولې ته ژمنتیا نلري.)
سردار والي ایمان لیکلي: ( که څه هم د کابل په ننني برید کې وسله والو طالبانو لاس لارل رد کړي، خو زه په ډاډ سره وایم چې دا برید وسله والو طالبانو کړی، کله هم چې کومه پېښه ملکي تلفات ولري دوی یې مسؤلیت نه مني دا موږ او تاسو ته په تېر کې هم ثابته شوې ده.)
په حکومتي کچه هم یادې پېښې ته غبرګونونه ښودل شوي، د افغانستان جمهوررئیس غني دغه د بشریت ضد جنایت چې ملکي وګړي او معصوم ماشومان په کې شهیدان شول، په سختو ټکو غندلی او ویلي یې دي، د دښمن دغه ډول وحشیانه اعمال به سولې، هوساینې او پرمختګ ته د رسېدو لپاره زموږ د ملت پیاوړې اراده کمزورې نه کړي.
جمهوررئیس غني اړوندو مسوولینو ته لارښوونه وکړه چې د دغې تروریستي پېښې ټپیانو ته د رسېدنې لپاره خپلې هیڅ ډول هڅې دریغ نه کړي.
اجرائیه رئیس ویلي افغان امنیتي ځواکونه به د خدای تعالی په مرسته او د افغانانو په ملاتړ د دا ډول بریدونو غچ له دښمن واخلي او هر هغه څوک چې د سولې له پروسې مخ ګرځوي، افغان امنیتي ځواکونه به ورسره کلک چلن وکړي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments