کابل کې د ناټو یو سرتېری وژل شوی

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: کابل کې یوه افغان سرتېري یو امریکایي سرتېری وژلی او یو بل یې ټپي کړی.
کابل کې د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت په یوې خبرپاڼه کې ویلي، لومړني مالومات ښيي چې بریدګر د افغان دفاعي او امنیتي ځواکونو غړی و.
د ناټو په خبرپاڼه کې ویل شوي چې، بریدګر سمدستي د نورو افغان سرتېرو لخوا وژل شوی دی.
په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت زیاتوي چې ټپي او وژل شوی سرتېري د باګرام پوځي اډې ته لېږدول شوي او د ټپي سرتېري روغتیايي وضعيت د ډاډ وړ دی.
په خبرپاڼه کې ډیر جزیات نه دي ورکړل شوي او نه په ډاګه شوې چې وژل شوی او ټپي سرتیري د کوم هېواد دي او د کابل په کومه برخه کې دا پېښه رامنځته شوې.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments