کابل کې د علماوو سمپوزیم جوړ شو

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: کابل کې نن د علماو نړیوال سمپوزیم جوړ شوی چې هر اړخیز بحثونه به پکې وشي.
دغه سمپوزیم کې به د امام ابوحنیفه په علمیت ، لاسته راوړنو، شخصیت او د هغه د ژوند او هڅو په اړه هر اړخیز بحثونه وشي.
په دغه نړیوال سمپوزیم کې شاوخوا زر دیني کورني او بهرني عالمان برخه لري.
دا سمپوزیم د لوی جرګې تالار کې جوړ شوی چې د ځینو اسلامي مواردو په تړاو به ډاګیز بحثونه وشي.
دا سمپوزیم کولی شي د علماوو ترمنځ همغږي رامنځ ته او د هغه څه مخه ونیسي چې خلک یې د اسلام په نوم د اسلام د نوم بدي کولو لپاره کوي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments