کابل کې د شپږیزې لیګ پیل

comments 0

0 Views

 

هندوکش – کابل: د افغانستان د شپږيزې کرکټ ليګ شپږم پړاو سيالۍ نن سهار نهه بجې د شپږو لوبډلو ترمنځ پيل شوې، چې لومړۍ لوبه به پکې د کابل بازانو او بند امیر ښامارانو لوبډلو تر منځ وشي.

ټاکل شوې چې د شپږیزې دغه لیګ به تر دوو اونیو دوام وکړي، د کورني کرېکټ غوړېدا او د نویو استعدادونو موندل د دغو لوبو له اصلي موخو ښودل کېږي. کریکټ بورد وایي سږنۍ سیالۍ د ملي ټلویزیون له لارې په ژوندۍ بڼه خپریږي او د کابل لوبغالي کې سلګونه نندارچیانو ته هم د ځای ځایګي اسانتیاوې برابرې شوي دي.

دا سیالۍ له ۲۰۱۳ کال را په دې خوا هر کال کېدې، خو تېر کال د تخنیکي ستونزو له کبله ونه شوې.

د شپږیزې په دې پړاو کې شپږ کورنۍ لوبډلې لوبیږي او هره یوه پنځه – پنځه لوبې کوي.

د افغانستان د کرېکټ پخواني ملي لوبغاړي وایې، ټولې لوبډلې پياوړې دي او سیالي به يې په زړه پورې وي.

مېس عینک اتلان، سپین غر بازان، امو نهنګان، بندامیر ښاماران، کابل بازان او بوست ساتونکي هغه لوبډلې دي چې د دغه لیګ  د اتلولۍ لپاره به یو د بل پر وړاندې سیالۍ وکړي.

شپږيزې کرکټ ليګ په سياليو کې د سپين غر زمريانو لوبډلې دوه ځلې او د مس عينک اتلانو، کابل بازانو او بند امير ښامارانو لوبډلو بيا يو، يو ځل اتلولي خپله کړې ده.

سپوږمۍ پوپلزۍ

 

Share this page to Telegram

Comments