کابل کې د سولې پروسې دوهمه ناسته پیل شوه

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: د کابل پروسې ناسته چې شاوخوا د نړۍ اته ویشتو هیوادنو بهرنیو چارو وزیرانو،د ملګرو ملتونو او ناټو سازمان پلاوو، د افغانستان لپاره د یو شمیر هیوادونو او سازمانونو ځانګړو استازو او داسې نورو لوړ پوړوو چارواکو ونډه اخیستې ده نن پیله شوه.
د ولسمشرې ماڼې د استراتیژیکو او رسنیو مرستیال تیره ورځ ویلي وو چې، دغه غونډه به په دوه برخو کې ترسره شي، لومړی چې له غرمې مخکې د سولې په تړاو ترسره کېږي د سولې عالي شورا مشر کريم خليلي به یې مشري کوي او دوييمه غونډه چې له غرمې وروسته کېږي د تروريزم سره د مبارزې پر اړوند موضوګانو بحث کېږي چې د افغانستان ملي امنيت شورا سلاکار حنيف اتمر په مشرۍ به پرمخ وړل کېږي.
یاده ناسته چې اوسمهال پیل شوې او روانه ده حکومت طالبانو ته یوه طرحه وړاندې کړه چې تیره ورځ ولسمشر محمد اشرف غني په خپله رسمي ټويټر پاڼه ليکلي و چې (زه به د ملي وحدت حکومت په استازیتوب طالبانو او پاكستان سره د سولې تفصيلي پیشنهاد وړاندې کړم).
دا په داسې حال کې ده چې تیره ورځ محمد هارون چخانسوري ویلي وو افغان حکومت طالبانو سره د سولې مذکراتو د پيل لپاره هيڅ ډول شرط نه لري او زياته يې کړه چې دا هغه ټکی دی چې د کابل پروسې غونډه کې به طالبانو ته وړاندې کېږي.
خو بلخوا بیا طالبانو ویلي دي چې روانه جګړه د امريکايانو له لوري پيل شوې او افغان حکومت د سولې اړوند هيڅ واک او اختيار نه لري، که د سولې اړوند خبرې کېږي بايد له امريکايانو سره وشي، نه له افغان حکومت سره.
د یادونې وړ ده چې دا په روان کال کې د کابل پروسې دوهمه ناسته ده چې په کابل کې ترسره کېږي داسې اتکل کیږي چې ښه پایله به افغان حکومت ته نصیب کړي.
سپوږمې پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *