کابل کې د سولې او اوربند په ملاتړ غونډه ترسره شوه

comments 0

30 Views

هندوکش ـ کابل: په کابل کې دیني عالمانو،قومي مشرانو،ځوانانو او د یاد ولایت اوسیدونکو په هېواد کې په سولې او دایمي اوربند ټینګار کړی او له وسلوالو طالبانو یې غوښتي دي، نورچې تاوتریخوالي ته د پای ټکی کیږدئ.
په یاده غونډه کې ځوانانو د سولې په ملي پروسه کې د دیني عالمانو په رول او ارزښت خبرې وکړې او له دیني عالمانو یې وغوښتل،چې په نوموړې پروسه کې خپل ملي مسولیت ادا کړي.
په یاده ناسته کې دیني عالمانو د سولې او اوربند ملاتړ سربېره د دیني عالمانو په ملي یو والي او همغږۍ ټینګار کړی دی.
په ورته وخت د یاد ولایت یو تن اوسیدونکی محمد رامین وایي،که په هېواد کې دیني عالمان سره متحد شي،ډیر ژر به په هېواد کې د جګړې لمن ټوله او سوله به قایمه شي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments