کابل کې د داعش یوې شبکې له منځه وړل / سپوږمۍ پوپلزۍ

comments 0

0 Views

ملي امنیت کابل کې د داعش ترورستي ډلې څلور مهم غړي نیولي دي چې کابل کې یې زیاتو ترهګریزو بریدونو کې لاس درلود.
دا کسان کابل پوهنتون کې و چې یو یې استاد او درې نور یې محصلین دي او په خپلو خبرو کې یې اعتراف کړی چې محصلین به یې جذب کول او بیا به یې ننګرهار ته لیږل.
دې ډلې به لومړی محصلین سلفیت ته هڅول، بیا به یې د سلفیت په تړاو د سخت دریځۍ تبلیغ ورته کو او خیتځو ولایتونو ته به یې لیږل چې د داعش لیکو کې د افغانانو پرضد جګړه وکړي.
له نیکه مرغه چې اوس د ملي امنیت ځواکونه بیداره دي او دا کسان یې له ډيرو پلټنو وروسته پيدا او ونیول.
دې کسانو اعتراف کړی چې د اداري اصلاحاتو او ملکی خدمتونو په کاسټر موټر برید، د کابل دشت برچي کې د پهلوانۍ پر کلب برید او دغه راز د کابل په یکه توت کې موټر بم بریدونه یې پلان کړي چې زیات ملکی وګړي پکې قرباني و.
دې ډلې له څو میاشتو راهیسې فعالیت کو، داعش ډلې ته د جلب و جذب تر څنګ به یې داعش ډلې لپاره بریدونه تنظیمول او بریدګر به یې تر هدف رسول.
په نیول شویو کسانو کې د کابل پوهنتون استاد مبشر مسلمیار چې د داعش ډلې د جلب و جذب مسوول و او ډيرو ورانکارو فعالیتونو کې یې لاس درلود.
احمد طارق او احمد فاروق اعتراف کړی چې د ظاهر داعي، معروف راسخ، مبشر مسلمیار او ابو عبیدالله متوکل په تبلیغ باندې داعش ډلې سره یو ځای شوي و.
دوی په خپلو خبرو کې اعتراف کړی، چې یو محصل به یې مطالعه کو، بیا به یې د سلفیت تبلیغ ورته کو او له هغې وروسته به یې ننګرهار ته د داعش په لیکو کې د فعالیتونو لپاره لیږه.
دوی اعتراف کړی چې د کابل پوهنتون زیات شمېر محصلین د پورته یادو شویو کسانو په تبلیغ باندې د داعش ډلې سره یو ځای شوي او ننګرهار کې یې فعالیتونه کړي دي.
ابو عبیدالله متوکل چې د دي ډلې مشر دی، څو میاشتې وړاندې کابل کې د ملي امنیت ځواکونو له لوري د ځانګړو عملیات پرمهال نیول شوی و.
داعش ډله چې اوس له پراخو فعالیتونو غورځیدلې، د ملي امنیت ځواکونه هڅه کوي چې ښاري شبکې یې په نښه او له منځه یې یوسي.
داعش ډلې ښاري شبکې تر ټولو خطرناکې دي او دا ډله په داسې ځایونو کې بریدونه کوي چې تلفات پکې زیات واوړي.
خو د افغان ځواکونو ملاتړ په دې برخه کې ضروري دی چې د داعش تر څنګ نورې ترورستی ډلې چې د افغانانو دښمنان دي، تر پيژندلو وروسته ونیسي او د خپلو اعمالو په سزا یې ورسوي.
په خپلو ځواکونو باور ولرئ، هیڅ دښمن به و نه توانیږي چې اوږمهاله فعالیتونه وکړي.

Share this page to Telegram

Comments