کابل کې د جرمونو کچه ټیټه شوې

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: د تېر کال دریو میاشتو په پرلته د روان کال لومړیو درېیو میاشتو کې د جنايي جرایمو کچه د پام وړ راټیټه شوې ده.
کورنیو چارو وزیر چې یوه امنیتي ناسته کې یې خبرې کولې د جنايي جرایمو د کچې راټیټېدو برخه کې د روغتیا، حج او اوقافو، اطلاعاتو او کلتور، کار او ټولنیزو چارو، لوړو زده کړو او د ښځو چارو وزارتونو پر رول او ګ‌‌‌‌‌‌ډو هڅو ټینګار وکړ.
له دې سره د ملي امنیت سلاکار ویلي، له جنايي جرمونو سره رغنده مبارزه د امنیتي، نظامي او ملکي سکټورونو مشترک کار پورې تړلې ده.
حمدالله محب لارښوونه کړې چې ښکېلې ادارې او وزارتونه دې د ګ‌‌‌‌‌‌ډې کړنلارې په ایجاد له جنايي جرایمو سره د مبارزې په چاره کې کورنیو چارو وزارت سره هر اړخیزه همکاري وکړي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments