کابل کې د انسان تښتوونکو یوه ۱۴ کسیزه شبکه نیول شوې ده

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: د ملي امنیت لوې ریاست نه په لیږل شوي خبرپاڼې کې راغلي چې یاد ریاست کابل ښار کې د انسان تښتوونکو یوه ۱۴ کسیزه ډله نیولې ده.
د خبر پاڼې پربنسټ یادې ډلې د کابل ښار په بېلابېلو ناحيو کې د پانګه والو په تښتونه او د خلکو په ګواښ او وسله والو غلاوو کې ښکېله وه.
خبرپاڼه کې راغلي: ((دا شبکه د ملي امنيت عمومي رياست له لوري د کابل ښار بېلابېلو ساحو کې د هم مهاله عملياتو پر مهال نيول شوې ده.))
د خبرپانې له مخې یاده شبکه د غلام نبي د زوی فردين په مشرۍ د صفي الله په نامه يو سوداګر د کابل ښار له پنځمې ناحيې نه برمته کړى و او د هغه د پيسو د خوشي کولو په بدل کې يې د نوموړي له کورنۍ نه ٥٠٠ زره امريکايي ډالر غوښتي وو.
خبرپاڼه زیاتوي، د تښتوونکې شبکې غړو اعتراف کړى چې په نږدې راتلونکي کې يې د ځينو مشخصو افرادو د تښتولو پلان درلود.
یاده دې وي چې په دې شبکه کې خطرناک مجرمين شامل وو چې د کابل ښار په بېلابېلو ناحيو کې يې په پلان شوي ډول وسله والې غلاوې کولې او تر څنګ يې د پانګه والو په ګواښ او تښتونه کې ښکېل وو.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *