کابل کې دیني علماوو د اوربند غوښتنه کړې

comments 0

4683 Views

هندوکش – کابل: د کابل عیدګاه جومات کې سلګونه دیني عالمان راټول شوي و او له وسله والو ډلو یې غوښتنه وکړه چې د دایمي سولې لپاره دې اوربند وکړي.
دیني عالمانو د افغانستان جګړه پردۍ بللې او له وسله والو ډلو یې غوښتي چې خلک دې په کاذبو تبلیغاتو د جګړې لپاره نه استخداموي.
دیني عالمانو دغه راز پر جوماتونو بریدونه او د علماوو په نښه کول غندلي او دا یې د اسلام خلاف عمل بللی دی.
له دې سره یو ځای کندز کې هم دیني علماوو وروستي بریدونه غندلي او دایمي سولې لپاره یې د اوربند غوښتنه کړې.
کندز کې دیني علماوو پر وسله والو غږ کړی چې د جګړې ګټې بهرنیان وړي او افغانان د جګړې قرباني او نباید دا جګړه نور دوام پيدا کړي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments