کابل کې اوږد ځند وروسته واوره وشوه

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: سږ ژمی یو ځل ورښت شوی او خلک انديښمن و چې د وچکالۍ له کبله به ناروغي زیاته او د اوبو کچه به ټیټه شي.
خو د دوشنبې په ورځ یو ځل بیا په کابل او ځینو نورو ولایتونو وریځې راغلې او واوره او باران وشو چې خلکو ته یې د دې غم په ورځو کې خوشحالي ورکړه.
د واورې وریدو په وخت کې به کابلیان برف جنګۍ او نورو ساعت تېریو ته راوتل، خو دا چې کابل طالبانو په وینو لړلی، نو خلک یې هم له دې خوښیو راګرځولي.
ارګ څو ورځې وړاندې په یوه اعلامیه کې له خلکو غوښتي و چې د ورښت لپاره لمونځونه وکړي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *