کابل کي د ترهگرو یوه ډله نیول شوې ده

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: د ملي امنیت ریاست نه په خپور شوي خبرپاڼه کې راغلي چې ددغه ریاست د ځانګړو ځواکونو په عملیاتو کې یوه ترهګړیزه ډله نیول شوې ده.
خبرپاڼه کې نیول شوي کسان هریو:
ضیا الحق د عبدالواسع زوې.
الفت په نوم مشهور اخترګل د عبدالاحد زوې.
عبیدالله د بهلول زوې.
نومول شوي دي.
د خبرپاڼې پر بنست نوموړو پر خپل جرم اعتراف کړې او ویلي دې چې د قاري قسیم په وینا کابل ته د ترهګړیزو بریدون په موخه راغلي وو.
یاده دې وي چې د ملي امنیت ریاست په خبرپآڼه کې راغلي چې نوموړو د خپلو اهدافو تعقیبولو په موخه له ځینې ځایونه عکسونه هم اخیستي ول.
دا په داسې حال کې ده چې طالب وسله وال چې نړیوالو هیوادونو په وینا پاکستان لخوا سخت ملاتړ کیږي په دې هڅې کې دي چې افغانستان کې ترهګړو ته پټنځایونه برابر کړي خو تردې دمه د افغان امنیتي ځواکونو په بیلابیلو عملیاتو کې سخت ځپل شوي دي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *