کابل کي دوتنه انسان تښتونکي ونیول شول

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: د کابل پولیسو دوه تنه د ۱۲ ناحیې له اړوند سیمو د وسله والې غلا، ترور او انسان تښتونې په تور نیولي دي.
دې کسانو له څو مودې راهیسې د کابل ښار د دولسمې، اتمې او شپاړلسمې ناحیو په اړوند سیمو کې په بېلابېلو وسله والو غلاو او ترور لاس پورې کوه او د پولیسو تر څارنې لاندې وو.
یاد تورن هغه مهال ونیول شول چې د کابل ښار د دولسمې ناحیې په اړوند سیمو کې یې په اختطاف لاس پورې کوه، چې د پولیسو لخوا له درې میله وسلو او یو کړۍ لاسي بم سره ونیول شول.
د یادوني وړده چي په دي ورستیوکي ۸ ناحیه او ۱۲ ناحیه د نا امنیو شاهده وه دوه ورځي مخکي هم په ۸ ناحیه کي یو کس ترورشوی وه.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments