کابل کي بېلابېلو جنايي جرمونو په تړاو 24 کسان ونیول شول

comments 0

1 Views

هندوک ش- کابل: له کورنیو چارو وزارته په خپور شوي خبر کې راغلي چې، د تېرې یوې اوونۍ عملیاتو په لړ کې د کابل پولیسو ۲۴ تنه د بېلابېلو جنايي جرمونو لکه: وژنې، ژوبلې، وسله والو غلاوو، د غیرقانوني وسلو لېږدولو او شکونو په تړاو نیولي دي.
پولیسو یاد کسان د کابل ښار د لومړۍ، څلورمې، پنځمې، اومې، نهمې، دولسمې، شپاړلسمې او اتلسمې ناحیو او د پغمان ولسوالۍ له اړوند سیمو څخه نیولي دي.
له نیول شویو کسانو څخه پنځه عرادې غلا شوي وسایط او څلور میله وسلې هم د پولیسو لاسته ورغلي دي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments