کابل ښار کې ځانمرګي بریدونه شوي

comments 0

11 Views

هندوکش – کابل: د کابل ښار په لسمې او دیارلسمې حوزو کې د امنیتي ځواکونو او وسله والو ترمنځ نښتې دوام لري.
داسې راپورونه هم ورکړل شوي چې وسله وال له چاودنو وروسته دیارلسمې حوزې ته ننوتي او له پولیسو سره په مخامخ نښتو بوخت دي.
تراوسه د بریدګرو کره شمیر نه دی مالوم او سیمه د افغان امنیتي ځواکونو له لوري کلابنده شوې ده
روغتیا وزارت د دریو ټپیانو خبر ورکړی.
عیني شاهدان وايي، دیارلسمې حوزې کې پرلپسې درې چاودنې وشوې او وروسته وسله وال حوزې ته ننوتي دي.
له بل لوري د لسمې حوزې اړوند کابل ښار شهرنو سیمه کې هم چاودنه شوې .
د کابل امنیه قوماندانۍ د شهر نو سیمه کې د چاودنې پخلی کړی خو د مرګ ژوبلې او د چاودنې د څرنګوالي په اړه یې څه نه دي ویلي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments