کابل پولیسو سلګونه کسان نیولي

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: د کابل امنیه قوماندان محمد سالم احساس وايي، په تېرو نهو میاشتو کې یې د قتل، اختطاف، مخدره توکو قاچاق او نورو برخو کې ۵۶۶ تورن کسان نیولي دي.
د کابل امنیه قوماندانۍ دغه مالومات د ۱۳۹۶ کال د لاسته راوړنو په اړه په یوې غونډه کې له رسنیو سره شریک کړل.
امنیه قومندان وویل، کابل ښار کې د جرمونو ګراف لوړ شوی چې ورسره سم د پولیسو له لوري چاپې او نیول کیدل هم زیات شوي دي.
د کابل پولیسو دا هم نه ده رد کړې چې جرمونو په لوړوالي کې زور واکي د تورو ښیښو له موټرو او وسلو څخه ناوړه استفاده کوي.
سالم احساس له کابل ښاریانو غوښتي چې د امنیت په ساتلو کې دې له پولیسو سره همکاري شي چې د پولیسو کار اسانه شي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply