کابل نن درې اړخیزې غونډې کوربه دی

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: بهرنیو چارو وزارت وايي، افغان، پاکستاني او چینايي چارواکي نن ناسته کوي او په مختلفو مسایلو به بحث وکړي.
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال ادریس زمان ویلي، دغه درې اړخیزه ناسته کې به د عملي همکاریو په میکانیزم هم کار وشي
په اسلام اباد کې رسمي سرچېنو د دې ناستې پخلی کړی او ویلي دي کابل کې د پاکستان سفیر ذاهد نصرالله خان به دغه ناسته کې د پاکستان په ا ستازیتوب ګډون ولري.
د بهرنیو چارو وزیرانو په سطحه درې اړخیزې ناستې په دوه زره اولسم کال کې هغه مهال د چین په نوښت رامنځ ته شوې چې د کابل او اسلام اباد ترمنځ اړیکې په ډیره ټیټه سطحه کې وې.
تمه ده چې د کابل په نننۍ ناسته کې به په هغو یو شمیر پروژو له سره کتنه وشي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ پرې هوکړه شوې وه خو ورستیو کړکیچنو اړیکو کې له پامه غورځيدلي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments