کابل: له بایو متریک سیستم پرته ټاکنې

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: د کابل په یو شمیر مرکزونو کې ټاکنې د بایو میټریک سیسټم له کارولو بغیر پیل شوې.
د څاروونکو نیوکه دا ده چې دویمه ورځ یواځې د درغلیو لپاره ده ځکه بایومیټریک سیسټم کار نه کوي، او هرڅوک کولی شي یواځې د ګوتې په رنګولو صندوقونو کې رایه واچوي.
درای اچولو مرکزونو مسولین بیا وايي، د مرکزي دفتر د لارښووني سره سم یې کار پیل کړی.
د ټاکنو کمېسیون لارښوونه کړې چې هغه مرکزونه دې پرته له بایو متریک ټاکنې وکړي، چې سیستم یې خراب وي.
د ټاکنو کمېسیون ډاډه دی چې دا پروسه به شفافه وي او هغو سیمو کې چې درغلی شوې وي، رای به یې قرنطین کړي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments