کابل له اسلام اباد سره پایلې ته نه دی رسیدلی

comments 0

0 Views

هندوکش ـ کابل: دفاع وزارت وايي، د ډيورنډ کرښې له هغې خوا د پاکستاني پوځيانو د راکټي بریدونو په تړاو کومې پایلې ته نه دی رسیدلي.

دفاع وزارت ویاند دولت وزیري رسنیو سره د خبرو په مهال وویل، څو ورځې وړاندې د دوی یو پلاوی اسلام اباد ته تللی و چې له کومې پایلې پرته بیرته راستون شوی دی.

وزیری وايي، د پاکستاني چارواکو سره به ورته جلسې او ناستې تر هغې دوام وکړي څو پاکستان راکټي بریدونه په عملي توګه نه وي بند کړي.

څو ورځې وړاندې پاکستاني پوځيانو د کنړ پر ځېنو سیمو راکټي بریدونه وکړل چې د سر او مال زیان یې درلود.

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply