کابل د ۲۵ هیوادونو او ۳ نړیوالو بڼستونو کوربه دې

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل : پلازمینه کابل کې نن پنځه ویشتو هیوادونو استازي تول شوي ترڅو د سولې په موخه نړیوال اجماع رامنځته کړي.
شاه حسن مرتضوي وایې: دغه ناسته به کابل کې د نړي ۲۵ هیوادونو او درې نړیوالو بنسټونو د استازو په موجودیت کې ترسره کیږي چې افغان ولسمشر به ګدونوالو ته ویناوې وکړي.
د نوموړي په وینا دغه ناستې کې د ملګرو ملتونو، اروپايي ټولنې، ناتو ترڅنګ تاجکستان، ازبکستان، ترکمنستان، روسیه، قرغیزیستان، هند، چین، ترکیه، ایران، پاکستان، جاپان، سویلي کوریا، سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو، قطر، بریټانیا، آلیمان، فرانسه، ناروي، سویدن، ایتالیه، امریکا، کانادا او استرالیا هیوادونو د بهرنیو چارو وزارت مرستیالان او ځانګړي استازي ګدون وکړي.
مرتضوي زیاته کړه: دغه چې نن سه شنبه په پلازمینه کابل کې دایریږي افغان ولسمشر د نورو موضوعات ترڅنګ کوښښ کوي چې د افغان حکومت روښانه او څرګنده لیدلوری او دريځ به په داګه کړي.
سپوژمې پوپل زې

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply