کابل د درې اړخیزه غونډې کوربه دی

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: نن په کابل د افغانستان، چین او پاکستان د بهرنیو چارو د وزیرانو د غونډه پيل شوه.
ارګ وایي، د درې واړو هېوادونو د چارواکو له ژمنو سره سم د دوی د بهرنیو چارو د وزیرانو ناسته په کابل کې جوړېږي.
ولسمشرۍ ماڼۍ وایي، ناسته کې به د افغانستان او سیمې پر روان وضعیت او د درې واړو هېوادونو ترمنځ د همکاریو پر پراختیا خبرې وشي.
دغه ناسته د درې واړو هېوادونو ترمنځ د تېرو ناستو په دوام جوړېږي.
د افغانستان، پاکستان او چین د بهرنیو چارو د وزیرانو مخکینۍ ناسته تېر کال د ډيسمبر په ۲۳ مه د چین په بجینګ کې جوړه شوې وه.
دپاکستان لومړي وزیر عمران خان بیا تېره ورځ په پېښور کې وویل چې د دوشنبې په ورځ به امریکايي چارواکي او طالبان مخامخ خبرو ته کېنوي
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments