کابل ته له تګ وروسته د پاکستان دولتي راډیو پر علي وزیر او محسن داوړ پسې پروپاګند شروع کړي

comments 0

2519 Views

هندوکش ــ پاکستان: د پاکستان د دولتي راډیو (راډیو پاکستان) په ګډون ځینو نورو پاکستاني رسنیو کابل ته د پښتون ژغورنې غورځنګ غړیو علي وزیر او محسن دوړ پر سفر او هلته د دوی تود هرکلي باندې سختې نیوکې کړې دي.
یو شمېر رسنیو کابل کې د غورځنګ دې مشرانو تود هرکلی د پاکستان ضد دسیسه بللې ده.
راډیو پاکستان نن سې شنبه په یوه خبر کې لیکلي، افغان پوځ د پښتون ژغورنې غورځنګ غړیو محسن دوړ او علي وزیر ته په کابل کې هغه مهال تود هرکلی کړی، چې دوی د نوي ټاکل شوي ولسمشر محمد اشرف غني د لوړې مراسمو کې ګډون لپاره ورغلي وو.
راډیو پاکستان په دې خبر کې زیاتوي دواړه د پاکستان ضد د هغو قوتونو ملاتړ کوي چې “غواړي پاکستان بې ثباته کړي او د افغانستان له لارې د هند اجنډا پر مخ وړي. ”
پر خواله رسنیو د راډيو پاکستان پر دې خبر د سختو غبرګونونو په پایله کې شاوخوا شپږ ساعته وروسته راډيو پاکستان دغه خبر له خپل ټویټر او وېبپاڼې لېرې کړ.
په پاکستان کې د بې پولې خبریالانو د ټولنې مشر او خبریال اقبال خټک د راډيو پاکستان او نورو پاکستانیو رسنیو دغه ډول خبرونه سیاسي بیان بولي، چې د ده په خبره د خبریالۍ له اصولو سرغړونه ده.
د پاکستان ملي راډیو ویلي چې افغان پوځ د علي وزیر او محسن دوړ تود هرکلی کړی
تر دې وړاندې د پاکستان یوه بل خصوصي ټلویزیون (اې ار وای) یو همداسې خبر خپور کړی چې په کې یې د پاکستان د ملي اسمبلۍ پرغړیو ښاغلي وزیر او دوړ باندې ورته تورونه پورې کړي دي.
یاد ټلویزیون ادعا کوي چې “د علي وزیر او محسن دوړ د اجنډا په هکله یو ځل بیا (رښتیا) ولس ته څرګند شول. ”
دې ټلویزیون په خپل رپوټ کې وړاندې ویلي چې د افغانستان د ملي امنیت له خوا دواړو علي وزیر او محسن ته دوړ ته چورلکه ورکړل شوې وه.
له پاکستانه د افغان ولسمشر محمد اشرف غني د لوړې مراسمو ته ۲۳ کسیزه پلاوی وربلل شوی و، چې ۲۱ کسان په یکشنبې یو ځای لاړل، خو علي وزیر او محسن دوړ پاکستانیو چارواکو ځکه راوګرځول، چې د دوی په خبره ؛نومونه يې ممنوع الخروج؛ لیست کې وو.
خو د پاکستان ډان ورځپاڼې د راډيو پاکستان د پورته خبر په خپرولو سره ویلي چې دا ادراه، یعنې راډیو پاکستان، بې له کوم ثبوته پر علي وزیر او محسن دوړ دومره لوی تور پورې کړی دی.
خبریال او شنونکی اقبال خټک د پاکستانیو رسنیو دې ټولو خبرونو ته په پام سره وايي ؛په دې ډول خبرونو همدې رسنیو خپل ځانونه سپک کړي او پر علي وزیر او محسن دوړ يې هیڅ نه دي کړي.
د ښاغلي خټک په خبره داسې بې بنسټه خبرونه او پروپاګند د پاکستان او افغانستان د ولسونو ترمنځ واټن لا زیاتولی شي او ګټه يې هیڅ نشته.
فروزان سیرت

Share this page to Telegram

Comments